د سواد د نړیوالې ورځې په مناسبت، د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، چې په افغانستان کې ماشومان د زدهکړې د لاسرسي په لاره کې له ډېرو خنډونو سره مخ دي او په تعلیم کې دوامداره پانګونه اړینه ده چې یو خوندي راتلونکی ډاډمن کړي او د ټولو ماشومانو لپاره د پرمختګ فرصتونه برابر کړي.
د سواد د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې، اوچا وویل: “په افغانستان کې د ماشومانو لپاره، د زدهکړې په لاره کې زیات خنډونه ولاړ دي.”
دغه سازمان زیاته کړه چې سواد د پوهې، فرصتونو او خوندي راتلونکي ته لاره پرانیزي.
اوچا همدارنګه ټینګار وکړ چې په تعلیم کې دوامداره پانګونه د ماشومانو لپاره د تعلیمي فرصتونو د ساتلو او د دې ډاډ ترلاسه کولو لپاره اړینه ده چې هر ماشوم وده او پرمختګ وکړي.
سواد د زدهکړې او د ټولنو د پرمختګ لپاره یو بنسټیز بنسټ دی. د لوستلو او لیکلو وړتیا ماشومانو او لویانو سره مرسته کوي چې معلوماتو ته لاسرسی ومومي، له تعلیمي او اقتصادي فرصتونو څخه ګټه پورته کړي، او په ټولنه کې ډېر فعال رول ولوبوي.
په افغانستان کې، د ډېری ماشومانو لپاره تعلیم او د زدهکړې فرصتونو ته لاسرسی لاهم یوه ننګونه ده. له همدې امله، په سواد تمرکز کول او ماشومانو ته زدهکړې ته لاسرسی ورکول کولی شي د تعلیمي محرومیت کمولو او د دوی د راتلونکي لپاره د ډیرو فرصتونو په رامنځته کولو کې مهم رول ولوبوي.
د سواد نړیواله ورځ هر کال د سپتمبر په ۸ مه نمانځل کیږي. دا ورځ د سواد اهمیت او د افرادو په ځواکمنولو، د نابرابرۍ کمولو او د راتلونکو نسلونو لپاره د غوره فرصتونو په رامنځته کولو کې د زدهکړې رول یادولو فرصت دی.


