خانهافغانستانبلخي: د امریکا پاتې پوځي تجهیزات د افغانستان دي

بلخي: د امریکا پاتې پوځي تجهیزات د افغانستان دي

د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقاهر بلخي ویلي دي، چې د امریکا لخوا پرېښودل شوي پوځي تجهیزات اوس د افغانستان ملکیت دي.

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دې تجهیزاتو بیرته ورکولو غوښتنې په ځواب کې، بلخي وویل چې ا.ا د شتمنیو په اړه سوداګري نه کوي.

بلخي سي‌بي‌ایس نیوز ته وویل: “دا تجهیزات اوس د افغانستان ملکیت دي او موږ د افغان حکومت د شتمنیو په اړه سوداګري یا معامله نه کوو.”

هغه د دې په ځواب کې چې پورته ذکر شوي تجهیزات د امریکایی مالیه ورکوونکو په پیسو اخیستل شوي، زیاته کړه چې متحده ایالاتو په افغانستان کې د خپل شتون پرمهال ډېری خلک وژلي او د هېواد لویه برخه یې ویجاړه کړې او لومړی باید د دې قیمت ورکړي. هغه وویل: “ډېر خلک یې وژلي او د هېواد لویه برخه یې ویجاړه کړې ده.”

بلخي زیاته کړه: “ایا امریکایان باید لومړی د دې شیانو لپاره پیسې ورنکړي؟”

سي‌بي‌ایس نیوز د سپتمبر د ۱۱مې د بریدونو د کلیزې په مناسبت په یوه مقاله کې لیکلي چې له بریدونو ۲۵ کاله وروسته، ا.ا د افغانستان کنټرول بېرته ترلاسه کړی دی. او د امریکايي ځواکونو پر څخه پاتې پوځي تجهیزاتو چې ارزښت یې ۷ میلیارد ډالر دی، ملکیت لري.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه