خانهافغانستاند کونړ مناګي برېښنا بند رغول کېږي

د کونړ مناګي برېښنا بند رغول کېږي

د ا. د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وايي چې د کونړ ولایت د مناګي برېښنا بند د بیارغونې پروژه منظور شوې ده.

د اقتصادي معاونیت له لوري په خپره شوې خبرتیا کې ویل شوي چې د یاد بند د بیارغونې چارې به شاوخوا ۸۳ میلیون افغانۍ لګښت ولري.

د معلوماتو له مخې، مناګي برېښنا بند د ۲.۱ مېګاواټه برېښنا تولیدولو ظرفیت لري او د بیارغونې چارې به یې په ۱۴ میاشتو کې بشپړې شي.

په خبرتیا کې راغلي چې د پروژې له بشپړېدو وروسته به شاوخوا ۴۰۰۰ کورنۍ له تولیدېدونکې برېښنا څخه ګټه واخلي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت همداراز ویلي د مناګي برېښنا بند د بیارغونې پروژه د اقتصادي معاونیت په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون د ۱۴۰۵ کال د سنبلې لومړۍ نېټې غونډې کې منظور شوې ده.

د یادې پروژې پلي کېدل به د کونړ په برېښنايي ظرفیت کې د زیاتوالي ترڅنګ، د سیمې د زرګونو کورنیو لپاره د برېښنا د لاسرسي په برخه کې هم زمینه برابره کړي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه