خانهافغانستان"افغانستان د بېلابېلو نړیوالو سیالیو لپاره د بنګله‌دېش او زمبابوې کوربه‌توب کوي"

“افغانستان د بېلابېلو نړیوالو سیالیو لپاره د بنګله‌دېش او زمبابوې کوربه‌توب کوي”

د افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکړی چې په راتلونکو اکټوبر او نومبر میاشتو کې به متحده عربي اماراتو کې د بېلابېلو نړیوالو سیالیو لپاره د بنګله‌دېش او زمبابوې کوربه‌توب وکړي.

په اعلامیه کې راغلي چې د دغو سیالیو په مهالوېش کې د بنګله‌دېش پر وړاندې یوه ټېسټ لوبه، د افغانستان، بنګله دېش او زمبابوې ترمنځ د یو ورځنیو سیالیو درې‌اړخیزه لوبلړۍ او د زمبابوې پر وړاندې درې نړیوالې شل اوریزې او دوه ټېسټ لوبې شاملې دي.

د معلوماتو له مخې چې دا لوبلړۍ به د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ په یوازېنۍ ټېسټ لوبه کې پیل شي چې د اکټوبر میاشتې له ۹مې تر ۱۳مې نېټې پورې ترسره شي.

“د بنګله‌دېش پر وړاندې د یوازېنۍ ټېسټ لوبې وروسته به د همدې اکټوبر میاشتې په ۱۷مه نېټه د افغانستان، بنګله دېش او زمبابوې ترمنځ د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو درې اړخیزه لوبلړۍ پیل شي.”

کرکټ بورډ لیکلي چې د دې لوبلړۍ په ترڅ کې به هره لوبډله د بلې پر وړاندې یو ځل د سیالۍ ډګر ته ښکته شي او له منځه به یې دوه مخکښې لوبډلې د یادې لوبلړۍ پایلوبې ته لاره ومومي چې د مهالوېش له مخې به اکټوبر میاشتې په ۲۳مه نېټه ترسره شي.

په اعلامیه کې همداراز راغلي چې د درې اړخیزې لوبلړۍ له پای ته رسېدو وروسته به افغان اتلان د زمبابوې پر وړاندې د درې شل اوریزو نړیوالو سیالیو لوبلړۍ ترسره کړي چې لومړۍ لوبه به یې د اکټوبر میاشتې په ۲۷مه، دویمه د اکټوبر میاشتې په ۲۹مه او دریمه لوبه به یې د نومبر میاشتې په لومړۍ نېټه ترسره شي.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې دواړه لوبډلې به له دې وروسته د دوه ټېسټ سیالیو په لوبلړۍ کې هم مخ شي چې لومړۍ لوبه به یې د نومبر میاشتې له پنځمې تر نهمې نېټې او دغه راز دویمه ټېسټ لوبه به د نومبر میاشتې له ۱۳مې تر ۱۷مې نېټې پورې ترسره شي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه