خانهافغانستاند هرات د کشک ـ تېرپل نفتي حوزې تړون د ۲۰۰ میلیونه...

د هرات د کشک ـ تېرپل نفتي حوزې تړون د ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت‌الله بدري د هرات د کشک ـ تېرپل نفتي حوزې تړون د ۲۰۰ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت، نن دوشنبه د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د افغانستان لپاره د امریکا د پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، یو شمېر لوړپوړو امارتي چارواکو، او د دلتا نړیوالې کمپنۍ د استازو په حضور کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې لاسلیک کړ.

د دلتا نړیوالې کمپنۍ اجراییوي ریس، د ا.ا د رهبرۍ په ځانګړې توګه د کانونو او پټرولیم وزارت څخه د مننې ترڅنګ، په افغانستان کې د دې شرکت د فعالیتونو او راتلونکو پروګرامونو په اړه خبرې وکړې او د یاد تړون لاسلیک یې د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو او پانګونې د پراختیا په برخه کې مهم ګام وباله.

همداراز د کانونو او پټرولیم وزیر دیاد تړون د لاسلیک پر مهال وویل: خوښ یم چې نن د افغانستان د ګازو په برخه کې د یوه مهم تړون او هوکړې د لاسلیک شاهدان یو. موږ هڅه کوو، چې د هېواد د طبیعي زېرمو د تثبیت، تفحص، اکتشاف او مسلکي استخراج په برخه کې د پانګونې زمینه برابره کړو او د افغانستان له طبیعي سرچینو څخه د اقتصادي ودې، د خلکو د هوساینې او د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو لپاره په اغېزمنه توګه ګټه واخلو.

نوموړي زیاته کړه: د هرات د کشک ـ تېرپل نفتي حوزې مساحت ۲۲ زره کیلومټره مربع دی. د اکتشاف موده ۸ کاله او د تړون موده یې ۲۵ کاله ټاکل شوې ده. همدارنګه، د تېرپل نفتي حوزه ۷ بلاکونه لري، چې په هرات او بادغیس ولایتونو کې موقعیت لري.

ورپسې د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د دغه تړون د اهمیت په اړه وویل: دلتا د پانګونې په برخه کې د ښې تجربې لرونکې یوه پېژندل شوې نړیواله کمپنۍ ده او په افغانستان کې د دې ډول شرکتونو حضور کولای شي د لا ډېرو بهرنیو پانګونو د جلب زمینه برابره کړي.

نوموړي زیاته کړه: افغانستان د ځمکې لاندې زېرمو له پلوه یو بډایه هېواد دی او له دې ملي شتمنۍ څخه سمه ګټه اخیستنه کولای شي د خلکو د پرمختګ او هوساینې زمینه برابره کړي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه