خانهافغانستانملګرو ملتونو د خپلو افغان ښځینه کارکوونکو پر وضعیت اندېښنه ښودلې 

ملګرو ملتونو د خپلو افغان ښځینه کارکوونکو پر وضعیت اندېښنه ښودلې 

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند «سټیفن دوجاریک» په افغانستان کې د دغه سازمان د ښځینه کارکوونکو پر وضعیت اندېښنه ښودلې او دا ډول محدودیتونه یې له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د بیا یوځای کېدو پر وړاندې اصلي خنډ بللی دی. 

نوموړي ویلي چې د افغان نجونو او ښځو پر زده‌کړې او کار بندیزونه د دوی پر ژوند منفي اغېز کړی دی. 

سټیفن دوجاریک همداراز ویلي چې له یو کال راهیسې افغان میرمنې په ټول هېواد کې د ملګرو ملتونو دفترونو ته له لاسرسي منع شوې دي، او دا ډول بندیزونه یې د ملګرو ملتونو د منشور په ګډون له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې بللي دي.

په اعلامیه کې راغلي چې کارځایونو ته د ملګرو ملتونو د ټولو کارکوونکو لاسرسی د دغه سازمان د ماموریت د ترسره کولو، په ځانګړې توګه ښځو او نجونو ته د مرستې رسولو او ملاتړ لپاره خورا مهم دی.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند د اسلامي امارت له چارواکو غوښتي چې د دوی پر افغان ښځینه کارکوونکو بندیز په سملاسي توګه لغوه او په ټول هېواد کې د ملګرو ملتونو ودانیو ته د دوی خوندي او بې خنډه لاسرسی یقیني کړي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه