خانهنړۍنیپال کې وروستی مرګونی سېلاب؛ ملګرو ملتونو ۵۰ میلیون ډالر مرسته غوښتې

نیپال کې وروستی مرګونی سېلاب؛ ملګرو ملتونو ۵۰ میلیون ډالر مرسته غوښتې

په نیپال کې له وروستي مرګوني سېلاب وروسته د دغه هېواد لپاره د ملګرو متلونو سازمان یوې استازې «لیلا پیټرز یحیی» ویلي چې نړۍ دې له سېلاب‌ځپلو سره ۵۰ میلیون ډالر مرسته وکړي. 

هغې ویلي چې دومره پیسې په نیپال کې له ۸۴ زره سېلاب‌ځپلو سره د مرستې په موخه غوښتل کېږي، او نړۍ باید په دې برخه کې جدي بشري اقدامات وکړي.

تر دې مخکې د نیپال چارواکو هم له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې وه چې د دوی له سېلاب‌ځپلو سره بېړنۍ مرستې کړي، او همداراز د نادرکه‌شویو کسانو د موندلو په برخه کې ورسره همکاري وکړي.

د راپورونو له مخې چې په تېره اګست میاشت کې د نیپال او چین ترمنځ د دغه ناڅاپي سېلاب له امله ۱۳۸۴ کسان مړه او له ۵ زره ۵۰۰ څخه ډېر نور نادرکه شول. 

ویل کېږي چې په نادرکه‌شویو کسانو کې شاوخوا ۸۰۰ هغه کسان هم شامل دي چې له نورو هېوادونو څخه نیپال ته د سیاحت لپاره ورغلي وو.

د یادولو ده چې د دغه مرګوني سېلاب له امله ډېر کسان په تونلونو کې هم بندپاتې شوي چې لا یې هم د ژغورنې هڅې روانې دي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه