خانهافغانستانپښتو او فارسي ژبو او ادبیاتو څانګو پوهنځیو ته ارتقا وکړه او...

پښتو او فارسي ژبو او ادبیاتو څانګو پوهنځیو ته ارتقا وکړه او جوزجان کې د ازبیکي ژبې ماسټري رامنځته شوه

‏ لوړو زده‌کړو وزارت ویلي، چې په کابل پوهنتون کې د پښتو ژبې او ادبیاتو او فارسي دري ژبې او ادبیاتو څانګو پوهنځیو ته ارتقا وکړه او د جوزجان پوهنتون د ټولنیزو علومو پوهنځي په ازبیکي ژبې او ادبیاتو څانګه کې د اوزبیکي ژبې او ادبیاتو ماسټري رامنځته شوه.

‏ لوړو زده‌کړو وزارت ویلي، چې د هېواد په یو شمېر دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې یې د ماسټرۍ، دوکتورا او طبي تخصصونو نوي پروګرامونه رامنځته شوې. د لوړو زده‌کړو عالي شورا په دې ناسته کې په کابل طبي علومو پوهنتون کې د طبي تخصص او فوق تخصص ۳ برنامې په امارتي او خصوصي پوهنتونونو کې ۵ د دوکتورا برنامې او ۳۳ د ماسټرۍ برنامې ایجاد شوې. همداراز د په کابل پوهنتون کې د پښتو ژبې او ادبیاتو او فارسي دري ژبې او ادبیاتو څانګو پوهنځیو ته ارتقا وکړه.

همداراز د افغانستان په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې د لوړو زده‌کړو چوکاټ ته د هوايي رادار او بې پیلوټه الوتکو سیسټم پوهنځي ور زیاتېږي.

د لوړو زده کړو وزارت وزیر ندا محمد ندیم په یوه پیغام کې ویلي: «د ا.ا له حاکمیت وروسته دا شپږمه عالي شورا ده، چې د تولنې اړتیاوو ته په کتو په پوهنتونونو کې نوي پوهنځي، د لېسانس او فوق لېسانس برنامې ایجادوي، هڅه مو دا ده چې پوهنتنونو کې نور د لېسانس په کچه استاد ونه لرو او ټول علمي کادرونه مو دوکتورا او ماسټري تر کچې زده کړې ولري.»

خبرپاڼه کې همدراز لیکل شوي، چې د کابل په طبي پوهنتون کې د طبي تخصص او فوق تخصص درې نوي پروګرامونه ایجاد شوي دي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه