لوړو زدهکړو وزارت ویلي، چې د هېواد په یو شمېر دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې یې د ماسټرۍ، دوکتورا او طبي تخصصونو نوي پروګرامونه رامنځته شوې.
د لوړو زدهکړو وزارت ویاند حافظ ضیاالله هاشمي تېره ورځ(یکشنبه، د سپټمبر د ۶مه) ویلي، چې د دغه وزارت شورا ناسته کې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو لپاره ۲۸ نوي پوهنځي ایجاد او د موجوده پوهنځیو په چوکاټ کې ۲۹ څانګې رامنځته او دې پوهنځیو کې د هوايي رادار او بې پیلوټه الوتکو سیسټم پوهنځي هم ایجاد شوي دي.
نوموړی همداراز ویلي، چې یاده ناسته کې د کابل طبي علومو پوهنتون کې د طبي تخصص او فوق تخصص درې برنامې، په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د دوکتورا پنځه برنامې او د ماسټري ۳۳ برنامې جوړې شوې دي.
باید وویل شي چې د افغانستان په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې د لوړو زدهکړو چوکاټ ته د هوايي رادار او بې پیلوټه الوتکو سیسټم پوهنځي ور زیاتېږي.
د لوړو زده کړو وزارت وزیر ندا محمد ندیم په یوه پیغام کې ویلي: «د ا.ا له حاکمیت وروسته دا شپږمه عالي شورا ده، چې د تولنې اړتیاوو ته په کتو په پوهنتونونو کې نوي پوهنځي، د لېسانس او فوق لېسانس برنامې ایجادوي، هڅه مو دا ده چې پوهنتنونو کې نور د لېسانس په کچه استاد ونه لرو او ټول علمي کادرونه مو دوکتورا او ماسټري تر کچې زده کړې ولري.»
خبرپاڼه کې همدراز لیکل شوي، چې د کابل په طبي پوهنتون کې د طبي تخصص او فوق تخصص درې نوي پروګرامونه ایجاد شوي دي.


