د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د شنبې په ورځ د افغانستان لپاره د امریکا له پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره وکتل.
د بهرنیو چارو وزارت په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي چې په دې غونډه کې د افغانستان د اوسني وضعیت، په مختلفو سکتورونو کې د فرصتونو او د افغانستان او امریکا د اړیکو پورې اړوند مسلو په اړه بحث وشو چې کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا کې مرسته وکړي.
متقي په افغانستان کې د ثبات، امنیت، اقتصادي ودې او ځان بسیاینې په برخو کې عملي پرمختګ ته په اشارې سره وویل چې هېواد اوس مهال د پانګونې لپاره مناسب چاپیریال لري.
په ورته وخت کې، زلمي خلیلزاد په افغانستان کې د امنیت او ثبات او د بیارغونې په برخه کې شوي پرمختګونه ستاینه وکړه، او هیله یې څرګنده کړه چې افغانستان به د سوکالۍ، اقتصادي ودې او ځان بسیاینې په برخو کې نور پرمختګ وکړي.
په مطبوعاتي اعلامیه کې ویل شوي چې خلیلزاد د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو پراخولو او رغنده تعامل په اړه هم خپل نظرونه د افغان لوري سره شریک کړل.
خلیلزاد په داسې حال کې له متقي سره لیدنه کوي چې تېره اوونۍ د ا.ا د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وویل چې د افغانستان د کانونو، زیربناوو، کرنې او سوداګرۍ په برخو کې د امریکا د پانګونې هرکلی کوي.
خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه ځانګړې مرکه کې د ا.ا وړاندیز رد کړ.


