خانهافغانستانامریکا د افغانانو په ګډون شپږ کډوال ګویانا ته استولي

امریکا د افغانانو په ګډون شپږ کډوال ګویانا ته استولي

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې شپږ افغان او کیوبايي وګړي له امریکا ګویانا ته لېږدول شوي دي. دغه کسان به د کډوالۍ د وضعیت تر معلومېدو پورې به په ګویانا کې وي او په پای کې خپلو اصلي هېوادونو ته ستانه یا کوم بل هېواد ته ولېږدول شي.

اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د ګویانا د بهرنیو چارو د وزیر رابرت پرساد له قوله نن(یکشنبه، سپټمبر ۶مه) د  راپور ورکړی چې دغه شپږ پناه‌غوښتونکي د جمعې په ورځ، د ګویانا حکومت له لوري تر ارزونې او د هغوی د جرمي مخینې په اړه له ډاډ ترلاسه کولو وروسته، دغه هېواد ته لېږدول شوي دي.

پرساد څرګنده کړې چې د ګویانا حکومت له امریکا سره له څو میاشتنیو خبرو وروسته د دغو کسانو د موقتي مېشتولو په اړه هوکړې ته رسېدلی او دغه هوکړه به د یوه کال لپاره عملي شي. هغه زیاته یې چې ګویانا ته د دغو کسانو لېږدول په دې معنا نه دي چې هغوی به په دغه هېواد کې دایمي مېشت شي، بلکې د کډوالۍ د وضعیت تر معلومېدو پورې به په ګویانا کې پاتې شي. او ښايي دغه کسان په پای کې خپلو اصلي هېوادونو ته ستانه یا کوم بل هېواد ته ولېږدول شي.

د ګویانا چارواکو په وینا، د دغه پروګرام عملي کولو مسوولیت د کډوالۍ نړیوال سازمان پر غاړه لري او د ګویانا حکومت به د دغو کسانو د استوګنې او ملاتړ لګښتونه نه ورکوي.

د یادولو ده، د روان کال د وږي په ۸مه هم د امریکا حکومت لسګونه کډوال د مرکزي افریقا جمهوریت ته ایستلي وو چې پکې ۱۲ افغانان، اته ایرانیان او د نیپال او نیکاراګوا یو شمېر اتباع هم شامل وو.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه