خانهافغانستاننورستان کې د سلام مخابراتي شبکې دوه سایټونه فعال شوي 

نورستان کې د سلام مخابراتي شبکې دوه سایټونه فعال شوي 

د نورستان مسوولین وایي چې د یاد ولایت په مرکز، پارون کې د سلام مخابراتي شبکې دوه سایټونه فعال او مخابراتي خدمتونه یې پیل کړي دي. 

د دغه ولایت مقام رسنیز دفتر د خبرپاڼې له مخې چې دا سایټونه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست په هڅو او د اترا ادارې او افغان ټیلیکام شرکت په همکارۍ په «کوشت» او «سوسم» سیمو کې فعال شوي دي. 

په خبرپاڼه کې راغلي چې دواړه سایټونه دا مهال د غږیزو خدمتونو ترڅنګ د سیمې اوسېدونکو ته د ۲G او ۳G انټرنېټي خدمتونه هم وړاندې کوي.

د مسوولینو په وینا چې په نږدې راتلونکې کې به د نورستان ولایت نورې سیمې هم د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو تر پوښښ لاندې راشي.

په وروستیو کې د هېواد په ډېرو هغو سیمو کې د سلام مخابراتي شبکې نويو سایټونو فعالېدل پیل شوي چې مخابراتي خدمتونو ته یې لاسرسی نه درلود. 

په ورته مهال د دغو سیمو اوسېدونکي خوښ دي او ترڅنګ یې د انټرنېټي خدمتونو د بیو ټیټوالي غوښتنه هم کوي. 

د یادولو ده چې دا مهال په هېواد کې ډېرې داسې سیمې شته چې لا هم له مخابراتي خدمتونو بې‌برخې دي او د عادي اړیکې نیونې لپاره لوړو غرونو ته پورته کېږي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه