د امریکا د ولسمشر، ډونالډ ټرمپ استازو «سټیو وېټکوف» او «جېرډ کوشنر» د روسیې له ولسمشر، ولادیمیر پوتین سره د اوکراین جګړې د پایتهرسولو لپاره پر سر خبرې کړې دي.
د رویټرز خبري اژانس په راپور کې راغلي چې پوتین او امریکایي استازو دا ځل تر ټولو اوږدې خبرې کړې او د اوکراین جګړې د پایتهرسولو لپاره یې نظرونه تبادله کړي دي.
که څه هم تر اوسه د دې کتنې جزییات نه دي رسنیز شوي، خو دومره څرګنده شوې چې د دې خبرو پرمهال د اوکراین جګړې د پایتهرسولو لپاره پر احتمالي هوکړه هم خبرې شوې دي.
ویل کېږي چې د خبرو په جریان کې د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین هم د جګړې د بنسټیزو لاملونو موندلو او پر حل کولو ټینګار کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ ولادیمیر پوتین خپل پوځ ته اعلان وکړ چې په سملاسي توګه پر اوکراین بریدونه ودروي.
د یادولو ده چې امریکا تر دې مخکې هم د اوکراین جګړې د پایتهرسولو لپاره هڅې کړې، خو تر اوسه یې کومه مثبته پایله نه لیدل کېږي. آن تر دې چې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ څو ځلې د اوکراین له ولسمشر، ولادیمیر زلنسکي او د روسیې له ولسمشر سره ناستې هم کړې دي.


