د ایران او امریکا د کړکېچ په دوام، تازه سپاهپاسداران ادعا کړې چې په هرمز تنګي کې یې د امریکا درې جنګي او درې تېللېږدوونکې بېړۍ ویشتلې دي.
سپاهپاسداران ویلي چې د امریکا دا تېللېږدوونکې بېړۍ په غیرقانوني مسیر روانې وې، خو د دوی له لوري په نښه او ویشتل شوې دي.
بلخوا د امریکا پوځ ویلي چې د ایران درې د خامو تېلو لېږدوونکو بېړۍ یې ویجاړې کړې دي.
څو ورځې مخکې امریکا د ایران پر ځینو سیمو پراخ بریدونه وکړل چې په غبرګون کې یې ایران د منځني ختیځ په ځینو هېوادونو کې امریکایي اډې وویشتې او د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه یو وار بیا پیل شوه.
د راپورونو له مخې چې د امریکا له لوري ډېر بریدونه د ایران د تېلو پر تاسیساتو کېږي.
وړمه ورځ ایراني چارواکو ویلي وو چې امریکا یوازې پر «خارګ ټاپو» له ۵۶۰ ډېر بریدونه کړي، خو بیا هم د دوی د تېلو صادرات په نورمال ډول کېږي.
د ایران د تېلو وزیر، محسن پاکنژاد ویلي چې د امریکا له لوري د بندیزونو او سمندري محاصرې سره سره ایران خپل د تېلو صادرات د یوې شېبې لپاره هم نه دي ځنډولي، او د عمان سمندرګي هاخوا سیمو کې یې تر پېرودونکو پورې رسوي.
ایراني چارواکو ټینګار کړی چې ایران به د تېلو صنعت ته ادامه ورکوي.


