خانهافغانستاند افغانستان او روسیې د دوه‌اړخیزو اړیکو پر لا پیاوړتیا ټینګار وشو

د افغانستان او روسیې د دوه‌اړخیزو اړیکو پر لا پیاوړتیا ټینګار وشو

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت وايي، په کابل کې د روسیې فدراسیون سفیر دیمیتري ژیرنوف د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره لیدلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت نن شنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دې کتنه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د دوه‌اړخیزو اړیکو پر پراختیا، ګډو ګټو او د اړیکو د لا پیاوړتیا په اړه خبرې شوې دي.

د خبرپاڼې پر بنسټ،و دواړو لورو د سیمې د روان وضعیت په اړه خپل نظرونه شریک کړي او ټینګار یې کړی چې د سیمه‌ییزو تحولاتو په رڼا کې د افغانستان او روسیې دوامداره اړیکې د دواړو هېوادونو په ګټه دي.

په دې لیدنه کې همداراز، د دواړو هېوادونو ترمنځ د راتلونکو همکاریو پر پراختیا او د اړیکو د لا پیاوړتیا په اړه هم خبرې شوې دي.

دا لیدنه داسې مهال شوې، چې درې ورځې وړاندې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د تاجیکستان له ولسمشر امام‌علي رحمان سره په کتنه کې ویلي وو چې مسکو د افغانستان د وضعیت په تړاو د دوشنبې له اندېښنو خبر دی.

ښاغلي پوتین د شانګهای همکاریو سازمان د مشرانو شپږ ویشتمې غونډې په څنډه کې د افغانستان د بدلونونو او نورو امنیتي مسایلو په اړه د روسیې او تاجیکستان ترمنځ د نږدې اړیکو پر دوام ټینګار کړی و.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په هماغه ورځ د پوتین له قوله لیکلي وو: «موږ په امنیتي برخه کې هم نږدې همکاري لرو. موږ په ګاونډي افغانستان کې د تحولاتو په اړه ستاسو له اندېښنو خبر یو او د دغو مسایلو او نورو امنیتي موضوعاتو په اړه به خپلو نږدې اړیکو ته دوام ورکړو.»

د شانګهای همکاریو سازمان د مشرانو شپږویشتمه غونډه د قرغیزستان پلازمېنې بشکیک کې جوړه شوې وه.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه