د ا.ا ویاند ذبیحالله مجاهد د شپږمې حکومتي غونډې په مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې تېر کال په ټول هېواد کې ۶۸۰ زره او ۵۸۳ یتیمان، کونډې او معلولین ثبت شوي دي.
د هغه په وینا، له دوی څخه له ۴۰ زره څخه ډېر یتیمان دي، له ۱۰۱ زره څخه ډیر کونډې دي، او څه باندې ۱۷۵ زره معلولین دي.
مجاهد زیاته کړه چې تېر کال د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بانکي سیسټم له لارې ۱۲.۶ میلیارده افغانۍ د نغدي مرستې په توګه ۶۵۰ یتیمانو، کونډو او معلولینو ته ویشلي دي.
مجاهد دا هم وویل چې تېر کال د امر په معروف او نهی له منکر وزارت پلټونکو له ټولنې څخه ۱۲ زره او ۵۱۰ رواني ناروغان راټول کړل او د درملنې لپاره یې د سرې میاشتې ټولنې ته معرفي کړل.
مجاهد زیاته کړه چې دا اقدام د زیان منونکو ډلو لپاره د ټولنیزو خدماتو او ملاتړ چمتو کولو لپاره شوی دی؛ هغه پلان چې د ا.ا د مشر هبتالله اخندزاده له فرمان وروسته پلي شو، ترڅو د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې رواني ناروغان راټول کړي.
دا په داسې حال کې ده چې ا.ا وايي چې د اړمنو کسانو سره د مرستې لپاره هڅې روانې دي او هره ورځ د سرې میاشتې او نورو ادارو او سازمانونو په مرسته په مختلفو ولایتونو کې بشري مرستې وېشل کیږي.


