خانهافغانستانکونړ کې پروني سېلاب سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه کړې

کونړ کې پروني سېلاب سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه کړې

په کونړ کې پرون له سخت ورښت وروسته د سېلابونو له امله سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه او لسګونه کورونه ویجاړ شوي دي.  

د دغه ولایت مسوولینو ویلي چې دا سېلابونه پرون (جمعه) د خاص کونړ ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې بهېدلي، او خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.

د مسوولینو په وینا چې ډېر زیانونه د خاص کونړ ولسوالۍ په «چمیاري» کې اوښتي دي. 

تر اوسه د دغو سېلابونو له امله د سر زیان په اړه څه نه دي ویل شوي. 

له تېرو څو ورځو راهیسې د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د ورښتونو شدیده څپه پیل شوې چې پرمهال یې په ډېرو سیمو کې ویجاړوونکي سېلابونه راوتلي دي. 

څو ورځې مخکې په نورستان کې تر شدید ورښت وروسته د سېلابونو له امله دریو هېوادوالو ژوند بایللی و او یو شمېر نور ټپيان شوي وو.

بلخوا د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې نن (شنبه) هم د هېواد په یو شمېر ختیځو ولایتونو کې د شدید ورښت او سېلابونو د بهېدو خبرداری ورکړی دی.  

د یادولو ده چې په افغانستان کې سږنيو ورښتونو هېوادوالو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه