خانهافغانستانپوتین او امام‌علي رحمان د افغانستان پر وضعیت غږېدلي

پوتین او امام‌علي رحمان د افغانستان پر وضعیت غږېدلي

د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین د تاجکستان له ولسمشر، امام‌علي رحمان سره په کتنه کې د افغانستان اړوند پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.

پوتین ويلي چې د افغانستان په اړه د تاجکستان اندېښنې درک کوي، او دوی دواړه هېوادونه د افغانستان په اړه د همغږۍ ګډ دریځ لري.

په دې کتنه کې همداراز د تاجکستان او روسیې د دوه‌اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا هم بحث شوی، او دواړو لوریو د اقتصادي او بشردوستانه همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

د تاجکستان ولسمشر، امام‌علي رحمان تر دې مخکې د ملګرو ملتونو له سرمنشي «انتونیو ګوتریش» سره کتلي وو او د وروستي سیمه‌ییز وضعیت په تړاو یې خبرې کړې وې.

د ګوتریش ویاند، سټیفن دوجاریک ویلي وو چې په دې کتنه کې دواړو لوریو همداراز د افغانستان په اړه هم غږېدلي وو.   

د دې کتنې پرمهال همداراز د سیمې پر وضعیت او د ملګرو ملتونو او تاجیکستان پر همکاریو خبرې شوې دي.

په هغه کتنه کې د ملګرو ملتونو سرمنشي د اوبو او طبیعي کنګلونو د نړیوالې اجنډا په برخه کې د تاجیکستان د دوامدارې همکارۍ مننه کړې وه او په دې برخه کې یې د ولسمشر امام علي رحمان د رهبرۍ هرکلی کړی و.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه