خانهنړۍپر ایران د امریکا تازه بریدونه؛ بندر عباس او ځینې نورې سیمې...

پر ایران د امریکا تازه بریدونه؛ بندر عباس او ځینې نورې سیمې ویشتل شوې دي  

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) پر ایران د تازه بریدونو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې پوځي اهداف یې ویشتلي. بلخوا تهران د دغو بریدونو په تایید ویلي چې امریکا ته به «دردناک» ځواب ورکړي. 

د راپورونو له مخې چې د امریکا له تازه بریدونو وروسته د ایران په چابهار، بندر عباس، قشم ټاپو، کنارک، جاسک، سیریک او میناب کې د چاودنو اوازونه اورېدل شوي دي.

په ورته مهال تهران خبرداری ورکړی چې د ځوابي بریدونو لپاره تدابیر نیول شوي او ایران به دا ځل امریکا ته تر ټولو «دردناک» ځواب ورکوي.

د ایران پوځ ویلي چې د امریکا پر وړاندې د سختو بریدونو ته چمتووالی نیول شوی، او امریکا به پر دغو بریدونو سخته پښېمانه کړي. 

تر دې مخکې د ایران د پارلمان مشر، محمد باقر قالیباف ویلي وو چې که امریکا د ایران پر وړاندې سمندري محاصره دوامداره وساتي، دوی به یې پر وړاندې پوځي اقدام وکړي.

بلخوا ځینې سیاسي کارپوهانو د امریکا او ایران ترمنځ تازه نښتې پراخېدونکې بللې او اندېښنه څرګنده شوې چې دا ځل ښایي جګړه تر پخوا څو چنده پراخه او ویجاړوونکې وي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه