د معیار او کیفیت ادارې خبر ورکړی چې د حیرتان بندر له لارې ۴۸۰ ټن بېکیفیته سمنټ بېرته صادروونکي هېواد ته ورګرځول شوي دي.
د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې دغو ودانیزو توکو له کورنیو معیارونو سره مطابقت نه درلود، او د معیار او کیفیت ادارې د فني کارکوونکو لخوا غیرمعیاري پېژندل شوی او د هېواد بازارونو ته یې د راننوتلو مخه نیول شوې ده.
دې ادارې له ټولو سوداګرو غوښتي چې هېواد ته باکیفیته توکي وارد کړي، ګېني له قانوني چلند سره به مخ شي.
په خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې د هېواد په ټولو بندرونو کې د وارداتي توکو د کیفیت د کنټرول او تثبیت بهیر په شفاف، منظم او قاطع توګه دوام لري او د بېکیفیته او غیر معیاري توکو د محنیوي په برخه کې به هیڅ ډول نرمښت ونه ښودل شي.
د معیار او کیفیت ادارې تر دې مخکې هم د هېواد په بندرونو کې بېلابېل بېکیفیته توکي پيژندلي او بېرته صادروونکي هېواد ته ورګرځولي وو.
د یادولو ده چې ترې مخکې څو څو ځلې بېکیفیته تېل هم مسترد شوي وو.


