د ا.ا سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په پکتیا کې د هغې شخړې له حلکېدو خبر ورکړی چې له تېرو ۱۳ کلونو راهیسې د ځینو حقوقي مسایلو پر سر راپورته شوې وه.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې دا شخړه د پکتیا ولایت مرکز، ګردیز ښار اړوند د «اهنګرانو» سیمې اوسېدونکو ترمنځ رامنځته شوې وه.
سرچینې لیکلي چې دې شخړې له اوږدې مودې راهيسې د دواړو خواوو ترمنځ لويې ستونزې را ولاړې کړې وې.
ویل شوي چې دا ۱۳ کلنه شخړه د ځایي مسوولینو، علماوو او مشرانو په منځګړیتوب د یوې جرګې له لارې حل شوې، او ښېکلو غاړو یو بل ته بښنه کړې ده.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په خبرپاڼه کې دا نه دي ویل شوي چې د دې شخړې پرمهال کوم چا ته مرګژوبله اوښتې وه که نه.
د یادولو ده چې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په هېواد کې دا ډول لسګونه کورنۍ او خپلمنځۍ شخړې حل او د مرګژوبلې د پراخېدو مخه نیول شوې ده.
بلخوا اسلامي امارت ټینګار کړی چې په ټولو ولایتونو کې د خپلمنځیو دښمنیو د حل لپاره هڅې جریان لري.


