د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی چې په اردن کې پر امریکايي ځواکونو د ایران بریدونو ته به سخت ځواب ورکړي، او ټینګار یې کړی: “موږ به هغوی سخت وځپو.“ دا څرګندونې د دواړو هېوادونو ترمنځ له وروستیو متقابلو بریدونو وروسته مطرح شوې دي.
د ټرمپ له څرګندونو وروسته د ایران سپاه پاسداران ویلي چې د دوی هوايي دفاعي سیستمونو د هرمز تنګي په ختیځه برخه کې یو امریکايي MQ-9 بېپیلوټه الوتکه کشف، تعقیب او رانسکوره کړې ده. دوی همداراز ورځ مخکې هم ادعا کړې وه چې په هرمز تنګي کې یوه امریکايي Reaper بېپیلوټه الوتکه له منځه وړل شوې ده.
ټرمپ همداراز ادعا کړې چې د هرمز تنګی لا هم خوندي دی او د ایران مالي، پوځي او رهبرۍ سیستمونه تر ډېره کمزوري شوي دي، خو په وینا یې چې دا په دې معنا نه ده چې «موږ باید هغوی ونه وهو، تر څو وګورو چې څه پېښېږي.»
بلخوا د بریتانیا د سمندري سوداګریزو عملیاتو مرکز راپور ورکړی چې یوه تېلوړونکې بېړۍ د عمان ساحل ته نږدې د هرمز له تنګي څخه د وتلو پر مهال د درېیو نامعلومو توغندیو موخه ګرځېدلې ده. دا په داسې حال کې ده چې ایراني ځواکونو پرون اعلان کړی و چې په هرمز تنګي کې د تېلو یو لوی ټانکر له ماین سره تر لګېدو وروسته اور اخیستی دی.
د ایران دولتي رسنیو هم راپور ورکړی چې د لارک ټاپو پر ضد د امریکا په برید کې چې د اردن په امریکايي اډو باندې د تهران د غچاخیستونکو بریدونو لامل شو، د جنګیالیو او ملکي وګړو په منځ کې درې کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
په ورته مهال څارونکو ویلي چې د دغو پرلهپسې تحولاتو لړۍ ښيي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ پوځي کړکېچ لا هم دوام لري. دغه کړکېچ د متقابلو پوځي اډو، بېپیلوټه الوتکو په نښه کولو او مستقیمو ګواښونو سره مل دی، او د هرمز تنګي د سمندري کښتۍچلونې پر امنیت یې هم اغېز کړی دی.


