د ملګرو ملتونو سرمنشي «انتونیو ګوتریش» د تاجکستان له ولسمشر، امام علي رحمان سره په کتنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.
د ګوتریش ویاند، سټیفن دوجاریک ویلي چې په دې کتنه کې دواړو لوریو همداراز د افغانستان په اړه هم خبرې کړې دي.
د دې کتنې پرمهال همداراز د سیمې پر وضعیت او د ملګرو ملتونو او تاجیکستان پر همکاریو خبرې شوې دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي د اوبو او طبیعي کنګلونو د نړیوالې اجنډا په برخه کې د تاجیکستان د دوامدارې همکارۍ مننه کړې او په دې برخه کې یې د ولسمشر امام علي رحمان د رهبرۍ هرکلی کړی دی.
د تاجکستان ولسمشر، امام علي رحمان تر دې مخکې هم د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د مشرانو په ګډون د ملګرو ملتونو له استازو سره په کتنه کې د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې وې.
د یادولو ده چې په وروستیو کې د اسلامي امارت او تاجکستان ترمنځ هم اړیکې مخ پر پراخېدو روانې دي، خو اسلامي امارت له روسیې پرته تر اوسه د نړۍ هېڅ بل هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.
همداراز په ملګرو ملتونو کې هم د افغانستان استازی د مخکني جمهوري نظام استازی دی.


