نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې په نیپال کې د تېرې اوونۍ د خونړیو سېلابونو له امله په دغه هېواد او د چین په ځینو برخو کې د مړو شمېر له ۹۰۰ اوښتی او له پنځه زرو ډېر نور لا هم ورک دي.
د رویټرز په راپور کې راغلي چې تازه د دغو سېلابونو له امله د نیپال د برېښنا پروژو په تونلونو ۹۳۳ کسان بند پاتې دي او د ژغورنې هڅې یې روانې دي.
په راپور کې راغلي چې د دغو کسانو د ژغورنې لپاره له کنترولشویو چاودنو هم استفاده کېږي، څو لاندې بند پاتې کسان وژغورل شي.
په نیپال کې د تېرې اوونۍ دا سېلابونه ګومان کېږي چې د طبیعي یخچالونو د ماتېدو له امله راوتلي دي.
په ورته مهال د نړۍ ډېرو هېوادونو د دغو سېلابونو له امله پر اوښتې مرګژوبلې خواشیني ښودلې ده.
بلخوا د نیپال چارواکو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د دوی له سېلابځپلو سره بېړنۍ مرستې وکړي.
د یادولو ده چې دا ډول سیلابونه په نیپال کې کمساري بلل شوي او اټکل شوی چې ښايي له پنځو زرو ډېر نادرکه کسان ټول مړه شوي دي.


