د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د استانبول د سوداګرۍ خونې مشرتابه پلاويو ترمنځ په ترکیې کې دوستانه او رغنده ناسته ترسره شوه، چې د افغانستان او ترکیې ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا، د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا او د پانګونې نویو فرصتونو رامنځته کول یې د بحث اساسي محورونه وو.
په دې ناسته کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي ریس سید کریم هاشمي د افغان پلاوي په مشرۍ ګډون کړی و او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د ولایتي چارو مرستیال ښاغلی فیض احمد خوافي يې هم ملتيا کوله.
هاشمي د دواړو هېوادونو پراخو اقتصادي او سوداګریزو ظرفیتونو ته په اشارې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې پراختیا لپاره شته ظرفیتونه د اوسنیو راکړو ورکړو له کچې ډېر لوړ دي. او د سوداګریزو پلاوو پر تګ راتګ، د ګډو پانګونو پر پراختیا او ترکي پانګوالو ته په افغانستان کې د شته اقتصادي فرصتونو پر معرفي کولو هم ټينګار وکړ.
دغې کتنې کې په نندارتونونو او اقتصادي پروګرامونو کې د دواړو هېوادونو د سوداګرو، شرکتونو او تولیدوونکو پر حضور هم بحث وشو. افغان پلاوي د استانبول د سوداګرۍ خونې مشرتابه پلاوي ته په افغانستان کې د امام ابوحنیفه (رح) په پنځم ملي او نړیوال نندارتون کې د ګډون بلنه ورکړه، چې دغه بلنه د استانبول د سوداګرۍ خونې مشرتابه له لوري ومنل شوه.
د استانبول د سوداګرۍ خونې مشرتابه د دواړو خونو ترمنځ د همکاریو هوکړهلیک د طرحې او لاسلیک وړاندیز هم وکړ. دواړو لورو د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره د یوه منظم او دوامدار چوکاټ پر رامنځته کولو ټینګار وکړ.
د استانبول د سوداګرۍ خونې مشرتابه هم له افغانستان سره د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا، د اقتصادي فعالانو ترمنځ د مستقیمو اړیکو پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د تعامل زیاتوالي لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ.


