خانهافغانستاند هېواد له ۲۰ کلنو کم عمره د فوټبال لوبډله نن له...

د هېواد له ۲۰ کلنو کم عمره د فوټبال لوبډله نن له اردن سره لوبېږي

د افغانستان له ۲۰ کلنو کم عمره ځوانانو د فوټبال ملي لوبډله به نن دوشنبه د اسیا د فوټبال جام د غوراوي سیالیو په خپله لومړۍ لوبه کې له اردن سره مخ شي. دا لوبه به د کابل په وخت د ماښام په ۶:۳۰ بجو په بحرین کې ترسره شي.

افغانستان د اسیا د فوټبال جام د غوراوي سیالیو په D ګروپ کې دی، چې ورسره د بحرین، اردن او تاجکستان سره په ګروپ کې دي.

د افغانستان ځوان ملي لوبغاړي به په خپله لومړۍ لوبه کې له اردن سره مخ شي او هیله لري چې سیالي د یوې ښې پایلې سره پیل کړي.

د افغانستان له ۲۰ کلنو کم عمره ځوانانو د فوټبال ملي لوبډله د بحرین، اردن او تاجکستان په ګډون د دریو نورو لوبډلو سره په D ګروپ کې ده. افغانستان به د پنجشنبې په ورځ، د سپتمبر په ۱۲مه، د ماښام په ۵ بجو په خپله دوهمه لوبه کې له تاجکستان سره مخ شي.

د افغانستان له ۲۰ کلنو کم عمره ځوانانو د لوبډلې وروستۍ لوبه به د یکشنبې په ورځ، د سپتمبر په ۱۵مه، د سیالۍ کوربه بحرین سره ترسره شي. لوبه به د شپې په ۸:۳۰ بجو پیل شي.

د هېواد د ځوانو ملي لوبډلې لوبغاړي د رسمي سیالیو له پیل څخه مخکې د بحرین فوټبال فدراسیون په روزنیز ډګر کې د خپل روزنیز مهالوېش تعقیبوي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه