نن (دوشنبه، د اګسټ ۳۱مه) له هېواده د امریکا د وروستي عسکر کریستوفر تاد دوناهو (Christopher T. Donahue) له وتلو او په افغانستان کې د امریکا د شل کلن پوځي حضور د پای ته رسېدو له ورځې سره برابره ده.
امریکایي ځواکونو او متحدانو یې د ۲۰۰۱ زېږیز کال په اکټوبر میاشت کې “ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې” په شعار سره پر افغانستان یرغل وکړ.
په افغانستان کې د امریکا شل کلن حضور د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست په ۳۱مه له کابل څخه د وروستي امریکایي سرتیری له وتلو سره پای ته ورسېد.
د امریکا پخواني ولسمشر جو بایډن، د وروستي امریکایي سرتېري له افغانستان څخه د وتلو یوه ورځ وروسته، اعلان وکړ چې هغه د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوله.
د بایډن په باور دغه جګړه دوه ټریلیون ډالر لګښت درلود او امریکا په افغانستان کې د خپل شتون په شلو کلونو کې په اوسط ډول هره ورځ درې سوه میلیون ډالر مصرف کړي و.
د سپینې ماڼۍ لخوا خپاره شوي رسمي احصایې ښیې چې امریکا په افغانستان کې په خپله شل کلنه جګړه کې ۲۲۳۸ سرتېري له لاسه ورکړي او لږترلږه ۲۱ زره نور امریکایي سرتېري په دې جګړه کې ټپیان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د پخوانیو افغان امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو د تلفاتو شمېر له ۱۰۰ زره څخه اوړي.
د سپتمبر د ۱۱مې برید او په افغانستان کې د امریکا د شاوخوا دوه لسیزو شتون وروسته، ۸۰۰ زره امریکایي سرتېرو په افغانستان کې ماموریتونه ترسره کړل.
باید وویل شي چې د بارک اوباما د ولسمشرۍ پر مهال، په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر له ۲۰۰۹ څخه تر ۲۰۱۱ پورې ۱۰۰ زره ته ورسېد.
وروسته بیا، دا سرتېري په تدریجي ډول کم شول، او ټرمپ د خپلې لومړۍ ولسمشرۍ په موده کې دا شمېر لږترلږه ۲۵۰۰ ته راټیټ کړ، او بالاخره، د جو بایډن د ولسمشرۍ پر مهال، د سرتېرو شمېر صفر ته ورسېد، چې په دې توګه امریکا خپله تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوله.
امریکا په افغانستان کې د خپل حضور په وروستیو ورځو کې د امریکا په تاریخ کې د تخیلې تر ټولو لوی نظامي او ملکي عملیات ثبت کړل چې د پنټاګون په وینا، د دغو تخلیوي عملیاتو په ترڅ کې څه باندې ۱۲۰زره پوځیان، د سفارتونو کارکوونکي، بهرني وګړي او هغه افغانان چې له امریکا سره یې کار کړی وو، له افغانستان څخه وایستل شول.


