خانهنړۍبلوچستان ایالت کې د ماین چاودنې درې ورونه ووژل

بلوچستان ایالت کې د ماین چاودنې درې ورونه ووژل

د راپورونو له مخې، په بلوچستان ایالت کې د ماین په چاودنه کې درې وروڼه وژل شوي او د دوی یو خپلوان ټپي دی.

د پاکستان ورځپاڼې ډن راپور ورکړی چې دا پېښه تېره ورځ(یکشنبه، د اګسټ ۳۰مه) د بلوچستان په ډوکي ولسوالۍ کې رامنځته شوه.

د ډوکي د پولیسو یو لوړ پوړی افسر منصور احمد ویلي، چې د چاودېدونکو توکو چاودنه هغه وخت وشوه کله چې یو پک‌اپ ټرک موټر د بختیر خان سیمې ته نږدې د موسمي اوبو له لارې څخه تېر شو.

د هغه په ​​وینا، درې وروڼه، د یو خپلوان سره یوځای، خپلې کرنیزې ځمکې ته روان وو چې چاودنې دوی په نښه کړل؛ درې وروڼه په ځای کې مړه شول، څلورم کس ټپي شو. د دوی موټر هم په چاودنه کې ویجاړ شو.

پولیسو همداراز وویل چې چاودېدونکي توکي د نامعلومو کسانو لخوا ځای پر ځای شوي وو او له لرې کنټرول شوي وو.

پولیسو وویل چې د پېښې په اړه تحقیقات پیل شوي، خو تر اوسه هېڅ کس یا ډلې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه