د وینزویلا مخکنی ولسمشر «نیکولاس مادورو» وایي چې د امریکا له زندان څخه خپل تازه انځورونه یې خپلو لمسیانو او مینهوالو ته ډالۍ کړي دي.
مادورو تازه د امریکا له «نیویارک» زندان څخه خپل تازه انځورونه خپاره او خپلو لمسیانو ته ډالۍ کړي دي.
نیکولاس د تېرې جنورۍ میاشتې په ۳مه د امریکا له لوري ونیول شو او د نیویارک زندان ته ولېږدول شو.
هغه مهال د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ مادورو ته څو پرلهپسې خبرداري ورکړل، خو د امریکا د غوښتنو نهمنلو په صورت کې پرې امریکایي ځواکونو «چاپه» ووهله او په ډېره بېړه یې ونیو.
د امریکا له لوري د نیکولاس مادورو نیولکېدو ته پراخ غبرګونونه څرګند شول او د نړۍ ډېرو هېوادونو مشرانو د هغه نیولکېدل وغندل.
په غبرګونونو کې ویل شوي وو چې د یو هېواد ولسمشر په دا ډول نیول له نړیوالو اصولو او قوانینو ښکاره سرغړونه ده او ټرمپ باید پر خپله دې پرېکړه بیاکتنه کړې وای.
تر اوسه دا نه ده روښانه شوې چې د نیکولاس مادورو بله محکمه به چېرته او په کوم تاریخ وشي.
د یادولو ده چې هغه مهال د امریکا او وینزویلا ستونزه د تېلو صادراتو پر سر رامنځته شوې وه.


