خانهافغانستان"افغانستان کې اوسمهال ۳٫۷ میلیون ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي"

“افغانستان کې اوسمهال ۳٫۷ میلیون ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي”

د نړیوالو اړیکو په برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله «ملیسا فلمینګ» په افغانستان کې د خوارځواکه ماشومانو پر وضعیت اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دا اوسمهال دلته ۳٫۷ میلیون ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي.

مېرمن ملیسا ویلي چې له افغانستان سره د بشري مرستو کمښت له امله په دغه هېواد کې د خوارځواکۍ له ۱۰۰ ډېر مرکزونه تړل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د دې استازې په وینا چې دا مهال په افغانستان کې ۳٫۷ میلیون ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي چې په دې کې شاوخوا یو میلیون ماشومان په شدیده خوارځواکۍ اخته دي.

تر دې مخکې هم د ملګرو ملتونو سازمان د بېلابېلو برخو استازو په افغانستان کې د خوارځواکه ماشومانو پر وضعیت اندېښنه ښودلې وه او له نړيوالې ټولنې یې د افغان ماشومانو د ملاتړ غوښتنه کړې وه.

څه موده مخکې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ ادارې (یونیسف) ویلي وو چې په افغانستان کې د خوارځواکه ماشومانو شمېر په ډېرېدو دی.

د یادولو ده چې د ماشومانو د خوارځواکه کېدو ستر لاملونه بېوزلي او لومړنیو خوارکي توکو ته نه‌لاسرسی بلل کېږي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه