د امارتي شرکتونو لوی ریاست خبر ورکړی چې د پکتیا ولایت مرکز او زرمت ولسوالۍ اړوند په ځینو کلیو کې د نهه توزیعي ټرانسفارمرونو پروژه بشپړه او ګټېاخیستنې ته سپارل شوې ده.
د دغه شرکت د خبرپاڼې له مخې چې د ۴۱ میلیون افغانیو په لګښت دا پروژه په چوڼۍ، شیخان، ډنډ غاړه، عبدالله کلا او فقیر خاک کلیو ګټېاخیستنې ته سپارل شوې ده.
سرچینې لیکلي چې په دې پروژه کې چې ۵۷۵اصله کانکریټي پایې، د ۲۰ او ۰،۴ کیلوولټ ۶۵ کیلومتره مزي پکې شامل دي.
د امارتي شرکتونو لوی ریاست ویلي چې د دې پراختیايي پروژې په بشپړېدو سره ۱۰۵۰کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې شوې دي.
تر دې مخکې د افغانستان برېښنا شرکت هم د دې پروژې د چارو له بشپړېدو او ګټېاخیستنې ته له سپارلکېدو خبر ورکړی و.
بلخوا د یادو کلیو اوسېدونکو د دې پروژې په بشپړېدو خوښ دي او له اسلامي امارت غواړي چې د دوی په سیمو کې د ورته نورو پروژو پلېکېدو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د یادولو ده چې لا هم د هېواد ډېرې لرې پرتې سیمې له برېښنا څخه بېبرخې دي او اوسېدونکي یې په دې برخه کې د جدي پاملرنې غوښتونکي دي.


