خانهنړۍنیپال کې د سېلابونو له امله د مړو شمېر نږدې ۶۷۰ ته...

نیپال کې د سېلابونو له امله د مړو شمېر نږدې ۶۷۰ ته لوړ شوی 

د نیپال او چین ترمنځ په سرحدي سیمو کې د وروستیو سېلابونو له امله د مړو شمېر ۶۶۹ او نږدې ۳ زره کسان لا هم ورک دي.

د رویټرز خبري اژانس په راپور کې ویل شوي چې د دغو سېلابونو له امله د چین په تبت کې اووه کسان مړه او په نیپال کې د نادرکه‌شویو زرګونه کسانو په ډله کې شاوخوا ۵۰۰ بهرني اتباع شامل دي.

د راپورونو له مخې چې دا سېلابونه د طبیعي یخچال د نړېدو له امله رامنځته شوي او لسګونه استوګنیز کورونه یې په بشپړه توګه له منځه وړي دي.  

په ورته مهال د نیپال چارواکو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې سېلاب‌ځپلو سیمو ته د بېړنیو مرستو په رسولو کې له دوی سره مرسته وکړي.

په ورته مهال ګڼو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو د دغو سېلابونو له امله پر اوښتې مرګ‌ژوبلې خواشیني ښودلې او له سېلاب‌ځپلو سره یې د بېړنیو مرستو ډاډ څرګند کړی دی. 

د یادولو ده چې د نیپال او چین ترمنځ په سرحدي سیمو کې دا خونړي سېلابونه تر ټولو مرګوني او بې‌ساري بلل شوي دي.  

په راپورونو کې اټکل شوی چې د دغو سېلابونو له امله ویجاړې شوې سیمې به په شاوخوا ۵ میلیارد ډالرو ورغول شي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه