د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، په هرات ولایت کې د ټاپي پروژې د نللیکې د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي او تر اوسه د دې پروژې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
یاد وزارت نن شنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، هرات ولایت کې د ټاپي پروژې له ۱۵۳ کیلومتره مسیر څخه ۱۴۵ کیلومتره هوار او چمتو شوی، ۱۲۰ کیلومتره نللیکه غځول شوې او ۱۲۸ کیلومتره د څارنې سړک جوړ شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، د نللیکې د خښولو لپاره ۸۷ کیلومتره کیندنه شوې او ۵۱ کیلومتره نللیکه تر ځمکې لاندې خښه شوې ده. د پروژې لومړي کمپ ته د ۱۰۶ کیلومتره نللیکې د انتقال چارې هم بشپړې شوې دي.
بلخوا، د ترکمن ګاز شرکت په مرسته په هرات کې د ګازو د وېش شبکې د ډیزاین چارې پیل شوې او ټاکل شوې چې ډېر ژر یې ساحوي کارونه هم پیل شي.
د راپورونو له مخې، په هرات کې د ۲۲ کیلومتره اوږدوالي او ۲۰ انچه قطر لرونکې فرعي نللیکې د جوړولو چارې هم ژر پیلېږي. دا نللیکه به د ورځې د ۸.۸ میلیونه او په کال کې د ۳.۲ میلیارده متره مکعب ګازو د وېش او تنظیم ظرفیت ولري.
تر دې مخکې د هرات والي ویلي وو چې ټاکل شوې هرات کې د ټاپي پروژې چارې تر راتلونکو دوو میاشتو بشپړې شي.


