د ا.ا ویاند ذبیحالله مجاهد له “ارتي هندیا” سره په یوه مرکه کې له امریکا او نورو هېوادونو وغوښتل چې له کابل سره اړیکه ونیسي او ډیپلوماټیکې اړیکې ټینګې کړي.
مجاهد وویل چې ا.ا غواړي په افغانستان کې د امریکا سفارت بېرته پرانیزي او په واشنګټن کې د افغانستان استازیتوب وکړي.
له پاکستان سره د وروستیو کړکېچونو او شخړو په اړه، هغه دا هم وویل چې ا.ا جګړه پیل نه کړه او نه غواړي چې جګړه دوام ومومي. د “افغانستان د دفاع حق” په ټینګار سره، مجاهد زیاته کړه چې په سیمه کې جګړه او بېثباتي د هیچا په ګټه نه ده.
د ا.ا ویاند هغه وړاندیزونه هم رد کړل چې د ا.ا په رسمیت پېژندل د کورنیو پالیسیو په بدلونونو پورې مشروط دي او ویې ویل چې افغانستان د رسمیت پېژندلو لپاره معمول شرایط پوره کړي دي.
هغه زیاته کړه چې ا.ا “لا دمخه” له دغو هېوادونو سره رسمي اړیکې لري. له دې سره د هغه په وینا، دا حقیقت چې دغو هېوادونو په رسمي ډول ا.ا نه دی اعلان کړی د دوی خپله مسله ده.
د ښاغلي مجاهد په وینا، د دغو هېوادونو له خوا د ا.ا د رسمیت پېژندلو رسمي اعلان یوه داسې پرېکړه ده چې “دا هېوادونه باید د خپلو شرایطو او ګټو پر بنسټ وکړي.”
د ښځو او نجونو په وړاندې د لګول شویو محدودیتونو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې، مجاهد دا هم وویل چې افغانستان خپل عقیدې او قوانین لري، او باید درناوی یې وشي.


