خانهافغانستاند اوبو رسولو شرکت: کابل او ولایتونه د اوبو له جدي کمښت...

د اوبو رسولو شرکت: کابل او ولایتونه د اوبو له جدي کمښت سره مخ دي

د دولتي اوبو رسولو او فاضله اوبو شرکت اجرایوي ریس مولوي غلام رحمان کظیم وايي چې کابل او د هېواد یو شمېر ولایتونه د ځمکې لاندې اوبو د کچې له جدي کمښت سره مخ دي.

هغه دا څرګندونې د اوبو د لیږد د یوې لویې شبکې د پروژې د پرانستې په مراسمو کې وکړې او له خلکو یې وغوښتل چې د اوبو د مصرف د سپمولو له لارې د هېواد د اوبو د سرچینو د کمښت په وړاندې خپل مسوولیت ترسره کړي.

د کظیم په وینا، ا.ا د ځمکې لاندې اوبو د کچې د کمښت سره د مبارزې لپاره اقدامات پیل کړي دي.

هغه زیاته کړه چې د ځمکې لاندې اوبو د کچې د کمښت موضوع، په ځانګړې توګه په کابل کې، د ا.ا کابینې ته وړاندیز شوې ده، او کابینې هم د دې ستونزې د مطالعې او حل لپاره یوه کمیټه ګمارلې ده.

د امارتي شرکتونو عمومي ریس مولوي احمد جان بلال په مراسمو کې وویل چې د اوبو د کمښت د ستونزې د مخنیوي او حل لپاره یو پلان د وزیرانو شورا په کچه د ټاکل شوې کمېټې لخوا چمتو شوی او د مشرتابه له خوا تصویب شوی دی.

ښاغلي بلال زیاته کړه چې په دې پلان کې د پنجشیر سیند څخه کابل ته د اوبو لیږدول، د شاه او عروس بندونو څخه د اوبو لیږدول، او د شاه توت بند له جوړولو وروسته په کابل کې د اوبو رسولو منظم سیسټم رامنځته کول شامل دي.

د غیر دولتي سازمان مرسي کورپس د راپور له مخې، په تېرو لسو کلونو کې د چټک ښاري کیدو او د اقلیم د بدلون بحران له امله په کابل کې د ځمکې لاندې اوبو کچه ۳۰ متره راټیټه شوې ده.

د سازمان د موندنو له مخې، په کابل کې نږدې نیمایي څاګانې، چې د پلازمینې د اوسېدونکو لپاره د څښاک د اوبو اصلي سرچینه ده، وچې شوې دي.

کارپوهانو د کابل د ځمکې لاندې اوبو د کمښت په اړه هم خبرداری ورکړی دی، او ویلي یې دي چې د افغانستان پلازمینه ممکن د نړۍ له لومړنیو لویو ښارونو څخه یو شي چې د اوبو له بشپړ کمښت سره مخ شي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه