پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د خیبر پښتونخوا په ایبټاباد کې ژورې کندې ته د مسافروړونکي بس د غورځېدو له امله څلور کسان مړه او ۱۰ نور ټپيان شوي دي.
د راپورونو له مخې چې دا پېښه پرون (سهشنبه) له غرمې وروسته د کلکوټ په لاره شوې او په قربانیانو کې درې ښځې شاملې دي.
پاکستاني رسنیو لیکلي چې دا بس له «چوبګران» سیمې څخه راولپنډۍ ته روان و چې له سړکه وتلی او یوې ژورې کندې ته غورځېدلی دی.
ویل کېږي چې د دې پېښې له امله ټپي شوي کسان د راولپنډۍ او مري روغتونونو ته لېږدول شوي، خو د بس موټر چلوونکی له پېښې وروسته تښتېدلی دی.
په ورته مهال پاکستاني چارواکو د دې پېښې د څېړلو امر کړی او د تښتېدلي کس د نیولو لټون پیل شوی دی.
خیبر پښتونخوا کې تر دې مخکې هم ورته خونړۍ ترافیکي پېښې شوې چې له امله یې لسګونه کسان مړه او لسګونه نور ټپيان شوي دي.
د یادولو ده چې ترافیکي پېښې په اسیايي هېوادونو کې ډېرې کېږي او وخت ناوخت خونړۍ تمامېږي.


