د امریکا بهرنیو چارو وزیر «مارکو روبیو» وایي چې دوی نور د ایران پر وړاندې پوځي اقدام نه کوي، خو په وینا یې چې اقتصادي فشارونه به زیات کړي.
په راپورونو کې د «مارک روبیو» له قوله راغلي چې امریکا وروسته له دې د پوځي اقدام پرځای اقتصادي بندیزونه د فشار په توګه لګوي.
نوموړي ویلي چې د امریکا له لوري پر ایران د پوځي اقدام پلان نهشته، خو ټینګار یې کړی چې که ایران لومړی برید وکړي، د امریکا له لوري به بېځوابه پاتې نهشي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې داسې مهال کړې چې تازه د ایران پر یو شمېر کسانو، ادارو او کښتیو د امریکا له لوري بندیزونه لګېدلي دي.
تر دې مخکې د ایران بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي د امریکا له لوري لګېدلي بندیزونه د واشنګټن «پخوانۍ ناکامه پالیسي» بللې وه او ټینګار یې کړی و چې له ایران سره د مذاکراتو لپاره باید له درناوي کار واخیستل شي.
هاخوا بیا د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ادعا کړې چې هرمز تنګی د امریکا له قلمرو څخه دی او دا مهال د امریکا تر ولکې لاندې دی.
د ایران او امریکا ترینګلتیاوې لا هم پرځای دی او تر اوسه د دې کړکېچ د کمولو لپاره د هېوادونو هڅې بېپایلې شوې دي.


