خانهافغانستاند اسلامي امارت کورنیو چارو وزارت مخکنی اداري مرستیال د بدخشان والي...

د اسلامي امارت کورنیو چارو وزارت مخکنی اداري مرستیال د بدخشان والي ټاکل شوی

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد وایي چې د ا.ا د رهبر په حکم د کورنیو چارو وزارت مخکنی اداري مرستیال، رحمت الله نجیب د بدخشان والي ټاکل شوی دی. 

ښاغلي مجاهد په اېکس‌پاڼه لیکلي چې د دې ټاکنو په لړ کې د سرپل مخکنی والي، احمد شاه دیندوست د بدخشان ولایت امنیې قوماندان ټاکل شوی دی. 

نوموړي همداراز ویلي چې د ټولګټو وزارت مخکنی د سړکونو د حفظ او مراقبت مرستیال، عبدالجبار معاون د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال شوی دی. 

د اسلامي امارت ویاند دا هم لیکلي چې د بدخشان ولایت مخکنی والي، محمد اسماعیل غزنوي د ټولګټو وزارت د سړکونو د حفظ او مراقبت د مرستیال په توګه ټاکل شوی او همداراز د لغمان ولایت مخکنی والي، بختیار معاذ د سرپل والي شوی دی. 

ذبیح الله مجاهد دا هم لیکلي چې د بدخشان ولایت مخکنی امنیې قومندان، عبدالبصیر مظهري د کندهار ولایت د ټولګټو د رییس په توګه ټاکل شوی دی.

د یادولو ده چې د اسلامي امارت رهبر تر دې مخکې په حکومتي کچه دا ډول ټاکنې کړې دي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه