خانهافغانستانسږ کال د کابل ښار آسان‌خدمت مکروریانو مرکز څه باندې ۳۵ زره...

سږ کال د کابل ښار آسان‌خدمت مکروریانو مرکز څه باندې ۳۵ زره برېښنايي پېژندپاڼې وېشلې

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي چې د روان ۱۴۰۵ کال له پیله تر اوسه د کابل ښار آسان‌خدمت مکروریانو مرکز ۳۵ زره ۱۹۸ هېوادوالو ته برېښنايي پېژندپاڼې وېشلې دي. 

د دې ادارې د معلوماتو له مخې چې یاد مرکز په دې موده کې ۷ زره ۳۳۴ نورو کسانو ته د برېښنايي پېژندپاڼو تر وېش وروسته خدمتونه وړاندې کړي او د دې ترڅنګ يې ۹ زره ۹۰۰ نورو هېوادوالو ته زېږون‌کارتونه هم وېشلي دي.

په خبرپاڼه کې د آسان‌خدمت مکروریانو مرکز عمومي مدير، ولي‌باز خان کارګر له قوله راغلي چې په دې مرکز کې د برېښنايي پېژندپاڼو او زېږون‌کارتونو تر څنګ د بهرنیو چارو وزارت اړوند قونسلي خدمتونه هم وړاندې کېږي چې روان کال په دې برخه کې ۷ زره ۱۵۶ کسانو ته یاد خدمتونه وړاندې شوي دي.

نوموړي ویلي چې په دې مرکز کې د نويو برېښنايي پېژندپاڼو پر وېش سربېره تر وېش وروسته خدمتونو برخه کې د تذکرې نوې‌کول، د مثنی تذکرې وېش، د تذکرې پر مخ اصلاحات، د ودونو او زېږونونو ثبت خدمتونه هم وړاندې کېږي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په اېکس‌پانه دا هم لیکل شوي چې د آسان خدمت دا مرکز سره له دې چې ګڼ شمېر مراجعین لري خو هره ورځ شاوخوا ۱۰۰۰ نارینه او ښځینه مراجعینو ته ټول خدمتونه تر یو چتر لاندې وړاندې کوي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه