د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې د هندوستان ملي لوبډلې پر وړاندې د راتلونکې لوبلړۍ په موخه د افغان لوبغاړو ۱۵ کسیز نوملړ غوره کړی دی چې د یادې شمېرې سربېره پکې درې احتیاطي لوبغاړو ته هم ځای ورکړل شوی دی.
په دغه نوملړ کې ابراهیم ځدراڼ (لوبډلمشر) رحمن الله ګربز (ویکټ ساتونکی)، صدیق اتل، دروېش رسولي، عظمت الله عمرزی، ګلبدین نایب، نورالرحمن (دویم ویکټ ساتلونکی)، محمد نبي، راشدخان، ننګیال خروټی، مجیب الرحمن، نوراحمد لکڼوال، فضل حق فاروقي، نوین الحق او عبدالله احمدزی شامل دي.
سربېره پر دې پکې شاهدالله کمال، فرید احمد ملک او اعجاز احمدزي ته د احتیاطي لوبغاړو په توګه ځای ورکړل شوی دی.
نوین الحق هم د یادو سیالیو برخه دی او د ټپ له رغېدو وروسته د لوبډلې نوملړ ته اضافه شوی دی.
دغه راز فضل حق هم چې له دې وړاندې ورته د ټپ له امله استراحت ورکړل شوی و، د یادو سیالیو برخه شوی دی او بل لوبغاړی ګلبدین نایب هم د یاد نوملړ برخه دی چې نوموړی هم د هندوستان پر وړاندې پخوانیو لوبو، حالاتو او د نوموړي تجربې ته په پام سره نوملړ ته اضافه شوی دی.
ځوان لوبغاړی نورالرحمن هم د یاد نوملړ برخه شوی دی او د دویم ویکټ ساتونکي په توګه یې په نوملړ کې ځای خپل کړی دی.
افغان لوبډله به د تمریناتو او بشپړ چمتووالي په موخه په نږدې راتلونکي کې د هندوستان په لوري خپل سفر پیل کړي چې ورپسې به افغان لوبډله د نوي دهلي په ارون جټلي کرکټ لوبغالي کې خپلې درې نړیوالې شل اوریزې لوبې د راتلونکې سپتمبر میاشتې په ۱۳، ۱۵ او ۱۷ نېټو په ترتیب سره ترسره کړي.


