خانهافغانستاند افغانستان او ایران ترمنځ د رېل پټلۍ له لارې سوداګري پراخه...

د افغانستان او ایران ترمنځ د رېل پټلۍ له لارې سوداګري پراخه شوې

د افغانستان او ایران ترمنځ د رېل پټلۍ له لارې د لیږدول شویو توکو حجم زیات شوی دی. په کابل کې د ایران سفارت د هېواد د ریل پټلۍ ادارې په حواله اعلان وکړ چې د لیږدول شویو توکو حجم په کال کې له ۱۵ زره ټنو څخه په میاشت کې شاوخوا ۱۳۰  زره ټنو ته لوړ شوی دی.

د دې راپور له مخې، تمه کیږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لیږدول شویو توکو حجم په کال کې شاوخوا ۱.۵ میلیون ټنو ته ورسېږي.

د افغانستان او ایران ترمنځ د رېل پټلۍ د لارو زیات کارول په داسې حالت کې ترسره کېږي چې د پاکستان سره د افغانستان سوداګري له محدودیتونو او خنډونو سره مخ شوې ده. په دې شرایطو کې، افغانستان د توکو د لیږدولو او سیمه‌ییزو بازارونو ته د لاسرسي لپاره بدیلې لارې هم کاروي.

ایران د افغانستان یو له مهمو سوداګریزو او ټرانزیټ لارو څخه دی، او د رېل پټلۍ د ترانسپورت پراختیا کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د تبادلې د حجم په زیاتولو کې رول ولوبوي. د ایراني چارواکو په وینا، ایران اوس مهال د افغانستان یو له لویو سوداګریزو شریکانو څخه دی.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه