خانهنړۍروسیه کې د ډرون برید له امله ۹ ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې 

روسیه کې د ډرون برید له امله ۹ ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې 

د روسیې او اوکراین د جګړې په دوام، نړیوالو رسنیو په «کراسنودار» سیمه کې د ډرون برید له امله د دوو ماشومانو وژل‌کېدو او ۷ نورو د ټپي‌کېدو راپور ورکړی دی. 

د رویټرز په راپور کې راغلي چې تېره شپه د روسیې سویلي «کراسنودار» سیمې پر یو وړکتون د ډرون الوتکې پاتې‌شوني ور غورځېدلي چې له امله یې دوه ماشومان وژل شوي او ۷ نور ټپيان دي.

د راپور له مخې چې د دې بې‌پیلوټه الوتکې پاتې‌شوني پر ځینو استوګنیزو ودانیو هم ور غورځېدلي چې له امله یې په ځینو شرکتونو او ګودامونو کې اور لګېدلی دی. 

تر اوسه دا نه دي ویل شوي چې دا برید له کوم لوري شوی، خو تر دې مخکې دا ډول بریدونه د اوکراین له لوري کېدل.

په ورته مهال روسي چارواکو دغه برید ته غبرګون ښودلی او ټول هغه اقدامات یې غندلي چې له امله یې ماشومانو او ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوړي. 

بلخوا په اوکراین کې هم د روسیې له لوري د ځینو تازه چاودنو راپورونه ورکړل شوي چې له امله یې د ماشومانو په ګډون لسګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.  

د یادولو ده چې د اوکراین او روسیې ترمنځ د جګړې پایته‌رسېدو لپاره نړیوالو هڅو لا هم کومه مثبته پایله نه ده ورکړې.  

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه