نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې په ګیني هېواد کې د ځمکې ښویېدو له امله ۳۰ کسان مړه او ۲۲ نور ټپيان شوي دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې چې دا پېښه تر سخت ورښت وروسته د کثافاتو د راښویېدو له امله شوې ده.
په راپور کې راغلي چې د پېښې پرمهال ډېر استوګنیز کورونه تر خاورو لاندې شوي او لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
په ورته مهال د ګیني هېواد چارواکو ټینګار کړی چې د دې خونړۍ پېښې په اړه دې کره څېړنې پیل او د پېښې لامل دې پيدا کړل شي.
په راپورونو کې راغلي چې د دې پېښې له امله د یوې ښځې پنځه ماشومان هم مړه شوي دي.
په ګیني هېواد کې تر دې مخکې هم د ځمکې ښویېدو لسګونه پېښې ثبت شوې چې له امله یې ډېرو خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د یادولو ده چې په نړیواله کچه د ځمکې ښويېدو پېښې زیاتې شوې دي. د ځمکې ښویېدو پېښو ډېر لاملونه سخت ورښت، او زلزلې بلل کېږي.


