د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د کابل د ۱۸مې امنیتي حوزې په دشت برچي سیمه کې د یوه ښوونځي ته نږدې د چاودنې څخه خبر، او د پېښې په اړه یې څېړنې پیل کړي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند نن(شنبه، د زمري ۳۱مه) امریکا غږ ته وویل چې دا اداره د چاودنې څخه خبر ده او د پیښې په اړه یې څېړنې پیل کړي دي.
چاودنه د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ وشوه چې شاوخوا ۴۲ ماشومان یې ټپیان کړل.
دا لا روښانه نه ده چې امریکا به د پېښې په اړه څنګه څېړنه وکړي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) هم د چاودنې په اړه خپله خواشیني څرګنده کړه او د پېښې په اړه یې د څېړنې غوښتنه وکړه.
په ورته وخت کې، د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان هم چاودنه غندلې ده.
د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان مشر محمد بن عبدالکریم العیسی د کابل په یوه ښوونځي کې د زده کونکو ترمنځ چاودنه وغندله او د ترهګرۍ او تاوتریخوالي د ټولو ډولونو د ردولو په اړه یې د سازمان درېځ باندې ټینګار وکړ.
محمد بن عبدالکریم العیسی د افغانستان له حکومت او خلکو سره د امنیت، ثبات او د خلکو ژوند ته د هر ډول ګواښ په وړاندې پیوستون څرګند کړ، او د چاودنې ټپیانو ته یې د ژر روغتیا هیله وکړه.
قطر، سعودي عربستان، سوریه او د ملګرو ملتونو یو شمېر ادارو مخکې له دې چاودنه غندلې وه.


