خانهافغانستاند امیر دوست‌محمدخان تاریخي ښوونځي د بیارغونې بهیر روان دی

د امیر دوست‌محمدخان تاریخي ښوونځي د بیارغونې بهیر روان دی

د کور او ښار جوړولو وزارت د زړو ښارونو د ساتنې ریاست تخنیکي څارنې ټیم په کابل ښار کې د امیر دوست‌محمدخان د تاریخي ښوونځي د ودانۍ د بیارغونې له بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د کور او ښار جوړولو وزارت نن(شنبه، د زمري ۳۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دې څارنې موخه د تاریخي ودانۍ د بیارغونې د بهیر ارزونه، د تاریخي اثارو د ساتنې د اصولو د رعایت ډاډ ترلاسه کول او د یادې ودانۍ د تاریخي اصالت، فرهنګي هویت او ارزښت ساتل بلل شوي دي.

د څارنې پر مهال د ودانۍ د تاریخي ارزښت او اهمیت، د تاریخي ودانیو د ساتنې او معیاري بیارغونې د اصولو، د بیارغونې د مناسبو لارو چارو او د تخنیکي معیارونو د رعایت په اړه لازمې تخنیکي سپارښتنې او لارښوونې له  قراردادي شرکت سره شریکې شوې چې د یادې ودانۍ د بیارغونې مسؤلیت پر غاړه لري.

د کور او ښار جوړولو وزارت د زړو ښارونو د ساتنې ریاست د تاریخي ښارونو، تاریخي ودانیو او فرهنګي میراثونو ساتنه، معیاري بیارغونه او دوامداره تخنیکي څارنه د خپلو اساسي مسؤلیتونو له ډلې ګڼي او د هېواد د تاریخي او فرهنګي هویت د خوندي کولو په موخه د اړتیا پر مهال لازم اقدامات ترسره کوي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه