د جنوبي کوریا چارواکو د څېړنیزو خصوصي موسسو د ارزونې پر بنسټ ویلي چې شمالي کوریا دا مهال له ۸۰ تر ۱۲۰ اټومي سرګلولې لري.
د شمالي کوریا دفاع وزیر د پارلمان یوې ناستې د خبرو پرمهال ویلي چې د څېړنیزو خصوصي موسسو د ارزونې پر بنسټ شمالي کوریا اوس وخت خپلې اټومي زېرمې پراخې کړې او د اټومي سرګلولو شمېر یې زیات شوی دی.
نوموړي ویلي چې که څه هم د شمالي کوریا د اټومي سرګلولو د دقیق ارقام معلومول سخت دي، خو وایي چې ځینو خصوصي څېړنو موسسو په دې اړه اروزنې پیل کړې دي.
تر دې مخکې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ویلي وو چې شمالي کوریا دا مهال د اټومي سرګلولو شمېر شاوخوا ۷۵ ته لوړ کړی، خو تازه ارزونې ښيي چې دا ارقام د ټرمپ له اټکل لوړ دي.
د شمالي کوریا مشر «کیم جونګ اون» بار بار خبرداری ورکړی چې که پر دوی هر ډول برید وشي، دوی به یې په ځواب کې اټومي وسله وکاروي او مقابل لوری به په بشپړه توګه له منځه یوسي.
د یادولو ده چې تر دې مخکې یو شمېر اټومي کارپوهانو هم د شمالي کوریا د اټومي سرګلولو شمېر له سلو لوړ ښودلی و.


