خانهافغانستاند څه باندې ۲۶۹ میلیون افغانیو په لګښت ۳۱ مخابراتي انتنونه جوړېږي

د څه باندې ۲۶۹ میلیون افغانیو په لګښت ۳۱ مخابراتي انتنونه جوړېږي

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت خبر ورکړی چې د هېواد په څلورو ولایتونو کې د څه باندې ۲۶۹ میلیون افغانیو په لګښت لسګونه نوي مخابراتي انتنونه جوړېږي. 

د دغه وزارت ویاند، عنایت الله الکوزي په اېکس لیکلي چې دا مخابراتي انتنونه د کندهار، هلمند، پکتیکا او زابل ولایتونو په ۱۳ ولسوالیو کې جوړېږي.

ښاغلي الکوزي لیکلي چې د دغو انتنونو د جوړولو تړون له افغان بیسیم شرکت سره لاسلیک شوی دی. 

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند همداراز لیکلي چې دا انتنونه په هغو سیمو کې جوړېږي چې تر دې دمه یې اوسېدونکو هېڅ راز مخابراتي جوپړتیاوو ته لاسرسی نه درلود. 

د یادولو ده چې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په بېلابېلو هېوادونو کې لسګونه نوي مخابراتي انتنونه جوړ او لسګونه نور منظور شوي دي.  

بلخوا د هېواد په یو شمېر لرې پرتو سیمو کې لا هم هېوادوال د مخابراتي انتنونو د جوړېدو غوښتنه کوي او له اسلامي امارت غواړي چې دې برخې ته ځانګړې پاملرنه وکړي. 

د هېواد په لرې پرتو ولسوالیو کې لا هم ډېرې داسې سیمې شته چې مخابراتي چوپړتیاوو ته لاسرسی نه لري.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه