په ختیځ ننګرهار ولایت کې د یوې چاودنې په ترڅ کې د یوې جومات وداني ویجاړ شوی دی.

د ننګرهار ولایت مقام په یوه بیا کې لیکلي، چې د مومندرې ولسوالۍ اړوند د ګردي غوث زیارت جومات د اسلامیت او بشریت د دښمنانو له لورې ماینونه ځآی پر ځای شوو،چې نن سهار شاوخوا پنځه نیمې بجې یې چاودنې کړې،چې په ترڅ کې یاد جومات شهید او څېرمه زیات هم زیانمن شوی دی .

خبرپاڼه زیاتوي، چې جومات ته د اېښودل شوو ماینونو د چاودنو پر مهال په جومات کې ګڼ شمیر قران کریم او د نورو دیني زده کړو کتابونو هم شتون درلود.

د ولایت مقام په وینا، څه موده وړاندې هم په مومندرې ولسوالۍ کې د جمعې د لمانځه پر مهال په جومات کې چاودنه شوې وه،چې له امله یې ملا امام شهید او اته نور لمونځ کوونکي ټپیان شوي وو.

سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په اسلامي مقدساتو بریدونه په کلکو ټکو سره غندلي او دا کړنه یې یو نه بځښوونکی عمل بللی.

د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.