خانهافغانستاند «ګامبیا» او ا.ا سفیران د سوداګرۍ پر شته فرصتونو غږېدلي

د «ګامبیا» او ا.ا سفیران د سوداګرۍ پر شته فرصتونو غږېدلي

په دوحه کې د ا.ا سفیر، محمد سهیل شاهین د افغانستان لپاره د ګامبیا له سفیر «عمر جاهد» سره په کتنه کې پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.

په قطر کې د اسلامي امارت سفارت په اېکس لیکلي چې په دې کتنه کې د دوه‌اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو، بیلابیلو برخو کې د همکاریو، پانگه‌ونې او په دواړو هیوادونو کې د سوداګرۍ د شته فرصتونو په اړه خبرې شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې چې د گامبیا حکومت په دې وروستیو کې «عمر جاهد» د افغانستان لپاره سفیر ټاکلی دی.

بلخوا په تهران کې د اسلامي امارت سفارت لیکلي چې د دوی سرپرست سفیر، فضل محمد حقاني د سړک او ترانسپورت د خیرخواهانو ټولنې له اجرایوي رییس، حسین میر شفیع او د قطري شرکت له اجرایوي رییس، سید حقي سره کتلي دي. 

د سفارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د ترانزیت په برخه کې د پانګونې او د افغانستان د اورګاډي کرښې پراختیا په اړه بحث شوی او په دې برخه کې یې د همکاریو پر پراختیا او د پانګونې پر جلبولو ټینګار کړی دی.

د یادولو ده، که څه هم اسلامي امارت تر اوسه له روسیې پرته کوم هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی، خو په بېلابېلو هېوادونو کې یې سرپرست سفیران وخت ناوخت د هېوادونو له استازو سره ناستې او کتنې لري.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه