عدلیې وزارت خبر ورکړی چې د شمال زون د امارتي غصبشویو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې د بلخ ولایت په مرکز، مزار شریف ښار کې د «مایار مېنې ښارګوټي» په نوم ۳۰۰ جریبه ځمکه امارتي تثبیت کړې ده.
د دغه وزارت د اعلامیې له مخې چې دا پرېکړه د اسنادو او مدارکو له بررسۍ وروسته شوې ده.
عدلیې وزارت لیکلي چې دا ځمکه د مزار شریف ښار د نهمې ناحیې په «قلعه حجري» سیمه کې موقعیت لري او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصبشویو ځمکو د استرداد کمېسیون له دې وړاندې د هغې موضوع بررسي کړې وه.
“د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد قانون د ۱۷ مادې له مخې د یادې شوې ځمکې دوسیه په رسمي توګه د شمال زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې ته سپارلې وه.“
د اسلامي امارت عدلیې وزارت همداراز لیکلي، یادې اختصاصي محکمې د متصرفینو او کمېسیون د اسنادو او مدارکو، املاکي دفاترو له دقیقې بررسۍ او اړوندو ادارو څخه د معلوماتو له اخیستو وروسته پرېکړه کړې چې دا ټوله ۳۰۰ جریبه ځمکه امارتي ملکیت دی.
په اعلامیه کې راغلي چې د دې محکمې د پرېکړې پر بنسټ، متصرفین باید دغه ځمکه د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون ته وسپاري.


